• په جلال‎اباد کې د ولسی جرګې داستازی په کور په بریدکې اته کسان مړه اوټپیان شول

څو وسلوالو کسانو نن سهار د ولسی جرګې د غړی فریدون مومند پر کور ډله‎ییز برید کړی چې په موقعې د پولیسو په غبرګون کې په هماغه پیل کې وژل شوی او یوه بریدګر مقاومت وکړ چې په نتیجې کې ئې یو پولیس هم و وژل شو .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانسان  د ننګرهار د والی ویاند عطاا.... خوګیاڼی  نن له غرمې مخکې خبریالانو ته وویل ،دغه جنایتکار بیا  یوه  کور ته ننوتی چې  په هغه کور کې ئې یوه میرمن او یو سړی   ووژل  او یوه بله میرمن او یو ماشوم ئې سخت ټپیان کړی دی

د ننګرهار د والی ویاند زیاته کړې د خبر ترمخابیره کیدا پورې په دغې پیښې کې درې کسان وژل شوی  اوپنځه نور ټپیان دی او نورو جزیات له نه دی رابرسیره شوی

د خوګیاڼی په وینا یو بریدګر وژل شوی او یو یا دوه بریدګرپه سیمه کې پت شوی  چې  لټول ئې روان دی .

تراوسه د دې برید مسؤلیت چا پر غاړه نهدی اخېستی.

زمونږخبریال دغه راز راپور راکوی ،دننګرهار والی ویاند وئیلی بیګا دملی امنیت  د ادارې ځانګړی  ځواک ددغه ولایت په حصارک غلجایی  ولسوالی کی پوځی عملیات  کړی چې پکی پنځلس  وسله وال طالبان وژل شوی اودهغوی وسلی او مهمات هم تباه کړائ شوی دی .

 دوالی ویاند وویل په وژل شویو کې  د معاویه وزیرستانی په نوم دپاکستانیو طالبانو ځایی قوماندان او ماین جوړونکی پشمول شپږ پاکستانی طالبان هم شامل دی . نوموړی وویل دغو وسله والو طالبانو غوښتل د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ییز برید وکړی چې دملی امنیت  د ادارې ځواک  په موقعې پرې  غبرګون وښود،. خوګیانی وایی په دی عملیاتو کی عامو خلکو او امنیتی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی. د خبر ترمخابیره کیدا پورې  وسله والو طالبانو  په دی اړه څه نه دی ویلی

 

Jun 08, 2018 12:54 Asia/Kabul
کمنټونه