• دطالبانولوړپوړی مسئولان له افغان حکومت سره دسولې خبروته ګرهمن دی

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دنیکمرغه وړوکی اختر په مناسبت اعلان کړئ شوی اوور بند غزولی او یو ځل بیا ئې طالبان سولې ته بللی او وئیلی ئې دی ، دبین الافغانی خبرواترو لپاره تیار دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دافغانستان د سولې  دعالی شورا ویندوی سید احسان طاهری    په یولړ څرګندونو  وئیلی دی ، دطالبانو ډزیات شمیر لوړ پوړی مسئولان  دلچسپی  لری   د جنګ جګړو ،وژلو او تاؤتریخوالو د ختمولو په باب   داشرف غنی له حکومت سره خبرې اترې وکړی .

 سید احسان  طاهری  هیله ښودلې  هغه اووربند چې  همدااوس  د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ روان دی تمدید شی او  ولس هم  دآرامښت په سیوری کې  خپل ژوند ته دوام ورکړی  او  دجنګ د لورو  ترمینځ  دباؤر  جوړنې  زمینه برابره شی .

  دافغانستان ولسمشر اشرف غنی  دنیکمرغه وړوکی اختر په مناسبت اعلان کړئ شوی  اوور بند  غزولی او  یو ځل بیا ئې طالبان سولې ته بللی  او وئیلی ئې دی ،  دبین الافغانی خبرواترو  لپاره تیار دی .

 

Jun 17, 2018 14:13 Asia/Kabul
کمنټونه