• هرات پولیسو قوماندان، د طالبانو تر کنترول لاندی سیمو ته لاړ

د افغانستان د هرات ولایت د پولیسو قوماندان، د طالبانو او دولت ترمنځ د اوربند په دریمه ورځ کې، په یو بی ساری اقدام کی د طالبانو تر کنترول لاندی سیمو ته لاړ، او د دولت له وسله والو مخالفانو سره په لیدنه کې یی، د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند دوام غوښتنه کړې ده. 

د آوا د راپور په اساس، د هرات پولیسو قوماندان جنرال« امین الله امرخیل » چی ادرسکن ولسوالۍ لیری سیمی ته، له طالبانو سره خبرو کولو او سولې ته د هغوی هڅولو په مقصد سفر کړی وو، ددی ترڅنګ چی د دولت تر حاکمیت لاندی سیمو کې، د دولت مخالف وسله وال، له خپلو کورنیو سره یوځای شوی دی، د خوشحالۍ په ښودلو سره، په دی ولسوالۍ او نورو نږدی ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره خبری کړی، او له هغوی څخه یی غوښتی دی، چی نور د ورور وژنې او وینی تویونې څخه لاس واخلی، او د سولې دا پروسه دی ادامه پیدا کړی.

د دولت د وسله والو مخالفین، ډلمشر هم په هیواد کې، له جنګ

څخه د کرکې په ښودلو سره د هیواد د ولسمشر« اشرف غنی » غوښتنې ته هرکلئ ویلی، او د دی پروسی د دوام سربیره، د یادی  ډلې غوښتنو ته د ملی وحدت حکومت د پام غوښتونکئ شوئ.

دا لمړۍ ځل دی چی هرات پولیسو قوماندان د سولې تامین او منځګړیتوب لپاره، ددی ولایت ناامنو ولسوالیو ته تللی، او د دولت د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره یی خبری کړی دی.

Jun 18, 2018 13:00 Asia/Kabul
کمنټونه