• دافغانانو خوشالۍولې دوام ونه کړ؟(بشپړریډیوئي تحلیل)

له یوې خوا د افغانستان د ملی امنیت شورا په هغې ناستې کې چې پرون مازدیګر ئې داشرف غنی په مشرۍ ترسره کړی ، له طالبانو سره ئې اوور بند تر نورو لسو ورځو پورې تمدید کړی او پر طالبانو ئې هم غږ کړی ، لنډمهاله اووربند دې تمدید کړی ، له بلې دافغانستان د سولې دعالی شورا مشر کریم خلیلی هم پرون مازدیګر په کابل کې په خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، په تیرې یوې اونۍ کې ئې د طالبانو له مشرانو سره ویډیوئی خبرې اترې کړی دی .

دافغانستان د ولس خوشالی چې  د  دنیکمرغه وړوکی اختر   په لومړنیو  درو ورځو کې د طالبانو له خوا  د درې ورځنی اووربند په دلیل په بې مخینې دول  احساس کړائ شوی وه ، ډیر دوام ئې ونه کړ او  د افغانستان د حکومت او ملت  د ډیرې لیوالتیا  په اپوته ، طالبانو بیا دغه اوور بند تمدید نه کړ او  داوور بند له درو ورځو ختمیدا وروسته   ، خپلې حملې له بیګا نیمې  شپې  رووسته  په کندهار ، هلمند اولغمان ولایتونو کې  دحکومتی ځوا ک پر پستو پیل کړی، چې له امله ئې یوشمیر حکومتی  ماموران مړه او ټپیان شوی دی . 

 داپه داسې حال کې دی چې  له  یوې  خوا د افغانستان  د ملی امنیت  شورا  په هغې ناستې  کې چې  پرون  مازدیګر ئې  داشرف غنی  په مشرۍ ترسره کړی ،  له طالبانو سره  ئې اوور بند تر نورو لسو ورځو پورې تمدید کړی او  پر طالبانو ئې هم غږ کړی ،  لنډمهاله اووربند دې تمدید کړی ، له  بلې    دافغانستان د سولې  دعالی شورا مشر کریم خلیلی هم پرون  مازدیګر  په کابل کې په خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ، په تیرې یوې اونۍ کې  ئې  د طالبانو له مشرانو سره  ویډیوئی  خبرې اترې کړی دی . هغه زیاته کړې ، ښه ګامونه پورته شوی  او ځینی نور ګامونه پورته کیږی  او د طالبانو مشرانو سره خبرې اترې شوی دی . هغه  هم  دطالبانو له خوا د اووربند دنیټې د تمیدیدیدا غوښتنه کړې ده  او  پر دغې ډلې ئې غږ کړی ، څو  دافغانستان له حکومت سره دې نیغ په نیغه خبرې اترې وکړی . که څه هم طالبانو،د درې ورځنی  ا ووربند په وخت  دکابل پشمول د افغانستان  بیلابیلو ښارونو ته تش لاس ورغلل او  له خلکو او حکومتی  او پوځی مسئولانو سره  داختر مبارکی ووئیله او روغ بړ ئې ورسره وکړ، او سلفیانې ئې ورسره واخستې ، خو  دطالبانو ډلې مشر  هیبت ا... اخوند زاده په   هغه پیغام کې چې  دنیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت ئې  خپور کړی ، نیغ په نیغه ئې له امریکا سره دخبرواترو غوښتنه کړې وه،دتهران ریډیو پښتو خپرونې  په دې باب  د افغانستان  دیوه تکړه شناندی او لیکوال  قاضی محمدحسن حقیارنظر د ټیلیفون له لارې غوښتی،چې هغه هم په ځواب کې وئیلی ،په تیرو څلویښتو کلونو کې  لومړنی  ځل دی ، چې  په تیرو څلویښتو کلونو کې دا لومړنی ځل دی ، چې  دافغانستان ولس ، دطالبانو له خوا  د درې ورځنی  اووربند  په دلیل په آرامښت اوثبات  کې  دنیکمرغه وړوکی اختر  خوشالیانې احساس کړې .  هغه زیاته کړې ، دا ،  په افغانستان کې د امنیت  اوآرامښت دټینګیدو لپاره  لومړنی ګام ؤ چې  دهغه لپاره هم ډیرې زیاتې هلې ځلې  شوی دی ، او  دطالبانو له خوا دغه اوور بند کومه اتفاقی پیښه نه وه، بلګې  د  امریکا اوپآکستان  دچارواکو ترمینځ یوه معامله شوی ده .  دښاغلی حقیار په وینا،  په افغانستان کې دایمی  اوور بند او  د  تیر څلویښت کلن جنګ  ختمیدا، جدی هوډا و کوټلو هلو ځلو ته اړتیا لری . دافغانستان دغه پخوانی حکومتی چارواکی  همداراز  په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو دمشر ملا فضل ا ...  هلاکت  ته په اشارې سره ووئیل ،  د افغانستان د طالبانو له خوا  داوور بند اعلان د ملافضل ا...  له وژل کیدا سره   ارتباط درلود، چې   د امریکا اوپاکستان ترمینځ  دیوې معاملې په اساس ترسره شوی او  دملا فضل ا... د وژلو په وړاندې  د موقتی اوور بند لپاره  دافغانستان طالبان راضی  کړائ شوی دی  او اوس هم  ستړی کیدا ،بلکې   دافغانستان په جنګ کې  دامریکا ماتې ته په پام سره  ممکنه  ده  دغه پروسه دوام وکړی . البته  دا په دې معنا  نه ده چې  جنګ په  په کلی ډول ختم شی ،بلکې  دامریکا اوپاکستان په څیر هیوادونه او حتی دافغانستان حکومت  به  د داعش په نامې سره  خپلې خاصې ډلې ټپلې  ولری ،  څو دهغو له لارې  خپلې موخې تعقیب کړی .  ښآغلی حقیار دغه راز وئیلی دی، د امریکا هڅه داده چې  طالبان  دپاکستان له لارې  طالبان قانع کړی ، چې  دسولې پروسې ته په واردیدا سره ،  په افغانستان کې د امریکا سټراټژیک  شتون ومنی.  دقاضی حسن حقیار  صیب  څرګندونو ته په پام سره  دا چاره نوره   په بشپړ ډول څرګنده شوې  چې  د افغانستان سوله اوجنګ  امریکا کنټرولوی  او هرڅه د دغه  هیواد په  اختیار کې دی  او که  په افغانستان کې د رې ورځنی  اووربند کولی شی ، نو بیا  په اووربند سره  دایمی جنګ ختمولی هم شی  او دا هم ثابته شوې  چې  د  افغانستان دجنګ د ډګر  لوبغاړو  رسۍ،   په هماغه لومړنیو وختونو کې  دامریکا په لاس کې او بیا  دپاکستان  په لاس کې  ده  او دافغانستان حکومت هم   په دې مینځو میان کې  دامریکا پروګرامونه  په رسنیو کې خپل پروګرام  اعلانوی  او دا د افغانستان مظلوم ملت دی ، چې  د خَلو خرَپلو(هیزوم) په شان   په دغه اوور کې چې  د پردیو په تیره بیا د امریکا  دناروا ګټو  لپاره  بَل کړائ شوی ، ، سوزویږی .

(لیکوال :  عاشق حسین طوری )

 

Jun 18, 2018 14:11 Asia/Kabul
کمنټونه