• په غزني او فارياب ولايتونو کښې د طالبانو مرګ ژوبله

د افغانستان د غزني ځايي چارواکي وايي، چې د غزني او فارياب ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنيه قوماندان  فريد احمد مشعل وايي، چې تېره شپه وسله والو مخالفينو په خواجه عمرو، دهيک، مقر او اندړو ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې د دوى دا بريدونه په شاتمبول شوي، په ټولو سيمو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او ١٩ نور يې ټپيان دي.

دغه راز نوموړي وويل، چې په دې نښتو کې درې سرتېري هم ټپيان شوي دي. د يو بل خبر له مخې په فارياب ولايت کې هم طالبانو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې وويل، چې په غورماچ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال دوه پوليس او دوه وسله وال وژل شوي، اته طالبان او او څلور سرتېري ټپي شوي دي.

بلخوا نن د جمعې ترلمانځه وروسته د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د پاڅونوالو پر يوه قوماندان د ريموټ کنټرول ماين چاودنه شوې ده.

د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد امين وويل، چې د پاڅونوالو قوماندان سيف الدين اکبري له دې چاودنې روغ وتلى، خو درې ساتونکي يې ژوبل شوي دي.

 

Jun 22, 2018 17:22 Asia/Kabul
کمنټونه