• په عربستان کښې د دیني علماؤ له غونډې، په بروکسل کښې د ناټو تر سرمشریزې

په افغانستان کښې د صلحې او جګړې موضوع ټاکل شوې روانه اونۍ په یو وخت په دوو مهمو غونډو کښې د بحث وړ وګرځي.

وړومبی دا چې ټاکل شوې د اسلامي ملګرتیا تنظیم په چوکاټ کښې د ۳۷ اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو غونډه  د دې اونۍ د سه شنبې او چارشنبې په ورځو په سعودي عربستان کښې ترسره شي. د افغانستان د صلحې عالي شورا له خوا طالبانو ته په دغې غونډې کښې د ګډون بلنه ورکړې او له بلې خوا یې له پاکستانه غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته یا خو وهڅوي او یا دې پرې دباؤ راوړي. دغه شورا همداشان هیله لري چې په عربستان کښې د دیني عالمانو غونډه په افغانستان کښې روان جنګ ناروا وبولي.

عربستان چې یو وخت په هغو دریو هیوادونو کښې شامل و چې په افغانستان کښې یې د طالب ډلې حکومت په رسمیت پیژنده، اوس یې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د صلحې خبرواترو ته غاړه کښیږدي. امامِ کعبه څه موده مخکښې د جمعې به خطبه کښې په افغانستان کښې جنګ ناروا اعلان کړی و.

دویمه دا چې د ناټو د غړو هیوادونو د سرمشریزې دریمه ورځ چې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د بیلجیئم په پلازمینه بروکسل کښې پیلیږي، هم افغانستان ته ځانګړې شوې ده چې پکښې به د ناټو د مشرانو په وینا د افغانستان د صلحې، دغه هیواد ته د نورو ځواکونو د لیږلو او همداشان له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغانستان سره د ناټو د مالي او پوځي مرستو د دوام موضوع وجاجوله شي.

د دې دواړو یعنې په عربستان کښې د دیني علماؤ د غونډې او په بروکسل کښې د ناټو د سرمشریزې په هکله مونږ د دریو کسانو یعنې د طالبانو د ویاند ذبیح ا... مجاهد، د افغانستان د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي او په فرانسه کښې استوګن د سیمې د چارو د تکړه کارپوه ډاکټر محمد اکبر وردګ صیب نظرونه د ټیلیفون پر مټ معلوم کړل چې دوي په ترتیب سره داسې ځوابونه راکړل.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد د افغانستان له حکومت سره د هر ډول مذاکرې په ردولو سره وویل: دا حکومت صلاحیت نه لري او هیڅ واک او اختیار یې نشته.

مجاهد زیاته کړه چې که مذاکرات کیږي هم نو باید د امریکې او طالبانو ترمینځ وشي. هغه همداشان د عربستان د غونډې په هکله وویل چې دغه غونډه هم د انډونیشیا د تیرې غونډې په شان د امریکې په حکم ترسره کیږي څو د امریکې د غوښتنې او هدف په لړ کښې طالبان له جګړې لاس واخلي خو امریکا په افغانستان کښې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي خو د طالبانو په اند دا کار ناشونی دی. هغه د ناټو د سرمشریزې په هکله هم وویل: د ناټو د مشرانو له خبرو معلومیږي چې دغه سازمان او امریکا په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو په لټه کښې نه دي بلکې په دغه هیواد کښې د خپل دائمي شتون په تکل کښې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې استازي حضرت علي هم په عربستان کښې د دیني علماؤ د غونډې په هکله وویل چې د داسې غونډو جوړیدل تش وخت ضایع کول دي ځکه چې سترو قدرتونو (امریکې) چې دا جنګ یې د خپلو اهدافو په لړ کښې پر افغانانو تپلی دی، لا یې د هغه د ختمولو فیصله نه ده کړې. هغه همداشان زیاته کړه چې د افغانستان د جګړې او صلحې بټن د امریکې او پاکستان په لاسو کښې ده او دغه دواړه هیوادونه نه غواړي چې د افغانستان جګړه ختمه شي. د حضرت علي صیب په وینا، د افغانستان د حکومت او طالبانو په شمول ټول افغانان باید پوه شي چې لګیا دي د پردیو جنګ په خپل وطن کښې پر مخ بیايي او باید له دې جنګه لاس واخلي. د ولسي جرګې دغه غړي د ناټو د سرمشریزې په هکله هم وویل چې له دغې غونډې هیڅ هیله نشته ځکه د ناټو د مشرانو له خبرو څرګنده ده چې په افغانستان کښې د جنګ د دوام په فکر کښې دي.

او په فرانسه کښې استوګن د افغانستان او سیمې د چارو کارپوه ډاکټر محمد اکبر وردک صیب هم په سعودي عربستان کښې د دیني علماؤ راتلونکې غونډې ته په اشارې سره وویل: داسې نه ښکاري چې په عربستان کښې د دیني عالمانو د غونډې هدف په افغانستان کښې د جنګ ختمول وي. هغه زیاته کړه: عربستان چې د امریکې انډیوال بلکې د هغې په سیاستونو روان هیواد دی، غواړي د ۳۷ اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو په کارولو سره طالبان په لړزا اخته کړي او په مینځ کښې یې شکوک و شبهات واچوي او دغه ډله کمزورې کړي او په بدل کښې یې داعش ترهګره ډله پياوړې کړي څو په افغانستان کښې روان جنګ، داعشي شي چې موخه یې د افغانستان د ګاونډي هیوادونو ناامنه کول او له هغو هیوادونو سره حساب صفا کول دي چې په سوریه کښې د داعش د ماتې سبب شوي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه

Jul 08, 2018 17:50 Asia/Kabul
کمنټونه