• په عربستان کی د دینی عالمانو غونډه په افغانستان کی جګړه بندولای شی؟

د سعودی عربستان مقامونو، د کعبې ملا امام او د ۳۷ اسلامی هیوادونو عالمانو،د اسلامی کنفرانس سازمان په اهتمام په جده کې غونډه وکړه، او یواځی یی له طالبانو او د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چی جنګ پایته ورسوی، پداسی حال کی چی د افغانستان جګړه یوه نیابتی جګړه ده او اصلی عوامل یی هم بهرنیان دی، او داخلی دوه لوری د بهرنیو اربابانو لپاره قربانی ورکوی.

د اسلامی همکارۍ سازمان په چوکاټ کی، له ۳۷ ؤ اسلامی هیوادونو څخه د څه د پاسه سلو دینی عالمانو غونډه د سه شنبی په ورځ په جده کی جوړه شوه.

پدغه غونډه کی د کعبی امام« صالح بن حمید »، په افغانستان کی سره ښکیلو لورو ته د خطاب په ضمن کی وویل: چی نور نو دغه نا روا او نه توجیه کیدونکې جنګ ته د پای ټکئ کیږدی. خو دلته

پوښتنه داده، چی آیا د جګړې اصلی لامل همدغه ښکېل دواړه لوری افغانان دی؟ که نه دواړه ښکېل لوری د بل چا په جګړه کې قربانی ورکوی؟

سره له دې چې پخپله ښکېل د افغانستان د جګړې دواړه لوری، د خپلې جګړې د توجیه لپاره دلایل لری، د افغانستان حکومت او امنیتی ځواکونه د هېواد د حدودو او سلامتیا د دفاع په نامه جګړی ته دوام ورکوی، او مقابل لورى(طالبان) ترهه ګر او د پردیو نوکران بولی. په مقابل کی طالبان هم؛  په افغانستان کې پراته بهرنی پوځیان او د هغو جنګی ماموریت د خپل جنګ د جواز په توګه ګڼی ، او افغانستان اشغال شوى هېواد ګڼی، او افغان پوځ او امنیتی ځواکونه لاس کښینولی او مزدوران شمیری.

واقعیت دا دى چې نه د افغانستان عالمان او سیاستوال په هېواد کې د پردیو پوځونو جنګی ماموریت او د هغوى صریح جنګی ستراتژی توجیه کولاى شی او نه سترګې پرې پټولاى شی.

همدغسې طالبان هم په هېڅ صورت د عامو او غیر پوځی افغانانو وژنې او د دوى د ځانمرګو بریدونو او بمی چاودنو د بې ګناه قربانیو لپاره هېڅ دلیل او توجیه نه لری.

دا چې په افغانستان کی  دواړه ښکیل لوری بیا هم د سولې یو رغنده بهیر نشی پیلولاى، او دغه ناوړه جګړه چې افغان ولس ورځ تر بلې له ذلت او ماتم سره مخ کوی، او هره ورځ د سل ګونو افغان بی ګناهو کسانو د وژلی سبب کیږی نشی درولاى، یو ستر لامل یې دا دى، چې جګړه تر دوى ور هاخوا نور لاملونه لری، او هماغه اصلی لاملونه دی. او د کابل چاپ د ویسا ورځپاڼی د مسؤل مدیر«محمد زبیر شفیقی» له قوله، په افغانستان کی د روانی جګړې دوه مهم عوامل، یو امریکا؛ او بل د پاکستان پوځ ، او استخباراتی سازمان( آی؛اس؛آی ) دی.

امریکا په سیمه کی د ځان لپاره ځانګړی اهداف لری، چی په جنګی ستراتژۍ سره یی د افغانستان په خاوره کی تعقیبوی، او پاکستان هم ځانته خاص اهداف، او هم له امریکی سره ګډ پټ اهداف لری. د طالبانو او د افغانستان حکومت پړه او ملامتیا دا ده چې دوى دا شهامت نه لری چې له جګړه مارې کړۍ نه ځانونه وباسی او د ولس د ملی او دینی ارزښتونو او بقا لپاره خپلواک تصمیم ونیسی.

د افغانستان خلګ حرمین شریفینو ته زښت ډېر درناوى لری، خو

تر څو پوری چی په افغانستان کې د امریکا او پاکستان د ګټو لپاره د جګړې ستراتېژی وی، د حرمینو درناوى به روانه جګړه هېڅکله هم و نه درولاى شی.

له بلې خوا ؛ افغان لیکوال او لوړ پوړی شناندی، قاضی « محمد حسن حقیار »، چی زموږ له خبریال سره یی د ټلفون په مټ مرکه درلوده؛ پدې هکله وویل: دا چی؛ د کعبی امام، او د اسلامی هیوادونو دینی عالمان، یواځی د افغانستان د جګړې له دواړه لورو څخه غواړی جګړه بنده کړی، او د یادې جګړې له اصلی عامل څخه، چی د امریکی دولت دئ دغه غوښتنه نه کوی، معنا یی دا ده چی د جدی د دینی عالمانو غونډه هم، په جاکارتا کی د افغانستان؛ پاکستان او اندونزیا د دریو هیوادونو د دینی عالمانو د غونډی په شان، د خلګو د افکارو د غولولو لپاره یوه ننداره یی غونډه ده. حقیار زیاته کړه: په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو قوماندان، جنرال«جان نیکلسن» دوی میاشتی وړاندی ویلی ؤو؛ چی امریکا غواړی د دینی عالمانو له لارې په طالبانو دباو واچوی، چی د حقیار له قوله د امریکی اصلی هدف دا دئ، چی د طالبانو ډله، له دننی څخه له شک او شبهې سره مخامخه کړی، او په عین حال کی نفاق او تفرقه پکی واچوی، خو هدف یی په افغانستان کی د جګړې پایته رسول نه دی، بلکه هدف یی له یوې خوا د جګړی کنټرولول، او له بلې خوا د داعش پیاوړی کول دی.

 

 

Jul 11, 2018 16:09 Asia/Kabul
کمنټونه