•  امریکا په افغانستان او سیمه کښې د خپلو هدفونو دتحقق لپاره یوه(۱) بل اړم ته اړتیا لري او هغه اړم داعش ترهګره ډله ده .
    امریکا په افغانستان او سیمه کښې د خپلو هدفونو دتحقق لپاره یوه(۱) بل اړم ته اړتیا لري او هغه اړم داعش ترهګره ډله ده .

دافغانستان او دسیمې دسیاسی چارو کارپیژاند قاضی محمد حسن حقیار له تهران راډیو سره په مرکه کښې دسعودی عربستان په جده کښې دافغانستان په هکله په دوه(۲) ورځنۍ غونډې کښې د ګډون کونکو اسلامی هیوادونو د علماو په دریځونو نیوکه وکړه .

هغه ټینګار وکړ دافغانستان د مشکلاتو  دحل او دسولې په موضوع د غور لپاره په جدې کښې داسلامی هیوادونو دځینو علماو د سه شنبې او د چهارشنبې ورځې غونډو د تیرو نړیوالو غونډو په شان د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نلرله .

دافغانستان دچارو دغه کارپیژاند قاضی محمد حسن حقیار وویل ټول پوهیږی چې په افغانستان کښې د اوسنی کړکیچ او د جنګ د دوام  علت په دغه هیواد کښې د پردیو هیوادونو پوځی شتون دی خو دجدې په غونډې کښې په ګډون کونکو علماو کښې هیڅ یوه(۱) دکړکیچ  عاملانو او هغو هیوادونو ته چې دجنګ زمینه برابروی اشاره ونکړه .

هغه وویل که چیرې له طالبانو سره دسولې خبرې نتیجه ورنکړی امریکا په افغانستان او سیمه کښې د خپلو هدفونو دتحقق لپاره یوه(۱) بل اړم ته اړتیا لری او هغه اړم داعش ترهګره ډله ده او  امریکا دغه ډله  پیاوړی کوی چې د ضرورت په وخت کښې یې وکاروی .

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 04:08 Asia/Kabul
کمنټونه