• په غزنی کی د افغانستان پوځ په عملیاتو کی د طالبانو په لس ګونه غړی وژل شوی

د افغانستان د غزنی ولایت د پولیسو قوماندان، پدی ولایت کی د ۲۷ طالبانو د وژلی خبر ورکړ.

د آوا خبری آژانس د راپور په اساس،«فرید مشعل» وویل: په څو تیرو ورځو کی د غزنی ولایت په« ناوه » ؤلسوالۍ کی، د افغانستان د پوځی ځواکونو د هوایی حملو له کبله، همداراز د طالبانو ۱۴ غړی ژوبل شول.

ناوه ؤلسوالۍ؛ په تیرو ۱۵ کلونو کی د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندی ده، او د افغانستان دولت تر اوسه پوری د دغې ؤلسوالۍ د آزادولو لپاره، جدی او عملی تصمیم نه دئ غوره کړئ.  

 

Jul 12, 2018 12:41 Asia/Kabul
کمنټونه