• د افغانستان په زور واکو را الوتی طوفان

د افغانستان د مخکنی ولسمشر« حامد کرزی » په حکومت کې زور واکی د نړیوالو په مرستو دومره وپړسېدل، چې اوس یې په اسانه راپرځول دومره سخت دی چې مبارزه ورسره یو بله جګړه غواړی.

د زور واکۍ پړسېدلی میراث د مضرو مصلحتونو له امله دومره په اوج کې دی، چې نور د افغانستان کړېدلی ولس نه د باج لپاره څه لری، او نه هم د زغم او صبر لپاره څه پاتې دی چې هرې ناروا ته غاړه کېږدی.

د قانون په نه پلی کېدو سره ډېر فرصتونه له لاسه وتلی دی چې اوس د دې فرصتونو د جبران لپاره ولسمشر«محمد اشرف غنی» د زور واکو غاړې ته لاس اوږد کړ چې د ټولو خلکو اساسی غوښتنه وه.

لومړی خو هېچا فکر نه کاوه چې د ولسمشر لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» دې څوک محکمه کړی او یا هغه ته دې د دوسیې د پرانستې جرأت ولری خو دا کار ټولو ولیده چې جنرال دوستم له ټول زور سره سره اوس هم، هېواد ته نه شی راتلی او له هېواد بهر ترکیه کې تبعید دی.

د هغه لس ساتونکی چې د جنرال دوستم د قضیې شریکان دی اوس په زندان کې د پلټنو لاندې دی چې په ځینو یې قید ختلی دی.

دویم : د بلخ پخوانی والی« عطامحمد نور » چې یوه نیمه لسیزه په بلخ واکمن ؤ، هېچا پرې زور بَر نه وه چې له دندې یې ګوښه کړی او د بلخ عواید ملی بودبحې ته شامل شی خو ولسمشر غنی دا طلسم مات کړ.

عطامحمد نور؛ چې پخوا یی ځان د بلخ دیکتاتور باله، اوس په کور ناست دی او څوک یې په خوله پیاز هم نه سپینوی.

له دې ور اخوا د فساد په برخه کې په لومړی ځل محکمې ته لوړ پوړی چارواکی ور وپېژندل شول، چې په دې کې جنرالان، وزیران، والیان او قومندنان شامل دی؛ داسې کسان چې ځانونه یې له قانون پورته بلل، خو نن ورځ په زندان کې دی او ډېر نور له دندو ګوښه شوی دی.

یوه تازه بېلګه یې د مخابراتو مخکینی وزیر«عبدالرزاق وحیدی» ده، چې تېره اونۍ محکمې ته را وغوښتل شو، او دوسیه یې اوس

هم د څېړلو لپاره د سترې محکمې پرمېز پرته ده او تحقیقات ترې روان دی.

دا اوس لوی څارنوالۍ سره د نږدې ۶۱ وکیلانو دوسیې شته چې د قانون څخه یې سرغړونې کړی دی.

په شمال کې د ازبک زور واکی قیصاری نیونه، چې دغلته په بشری سرغړونو تورن دی، او په خلکو یې ظلمونه کړی دی اوس د افغان حکومت په ولکه کې دی چې حساب او کتاب لپاره ترې څېړنې کېږی.

 

Jul 12, 2018 16:19 Asia/Kabul
کمنټونه