• په افغانستان کښې داعشي ترهه ګر ونيول شول

د افغانستان په ننګرهار کښی د هدفي وژلو داعشي عاملين ونيول شول.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي نن له غرمې وروسته په یوه خبري ناسته کښې وویل د دغه  ولایت د ملی امنیت ادارې موظفینو د روداتو په ولسوالۍ کښې د داعش تکفيري ډلی پينځه ترهه ګر له وسلو سره یو ځاے نیولي دي  نوموړي وویل نیول شوي کسانو(چې د رسنیو استازو ته وښودل شول) اعتراف کړے چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د جلال اباد په ښار او خواوشاه سیموکښې د روژه ماتی په مهال ګڼ شمیر پولیس وژلي او د هغوي وسلې یی له ځان سره وړي دي. د نوموړي په وینا نیول شویو کسانو همدارنګه د بهسودو په ولسوالۍ کښی دیو دینی عالم د وژلوذمه واري هم په غاړه اخیستې .

د ننګرهار د والی ویاند دغه رنګ وویل په نیول شویو کسانوکښې د داعش تکفيري ډلی لپاره له خلقو د پیسو راټولونکي او بیرته په داعش ترهه ګرو ویشونکی او د سرۀ رود ولسوالۍ په شیخ مصري ښارګوټي کښې د وسلو ساتونکي هم شامل دي داعش ترهه ګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 18:10 Asia/Kabul
کمنټونه