• طالبانو په فراه کښې اتلس افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله

طالب ځواکونو تېره شپه د ښار د څنډې ګنهکان په اړوند سیمه کښې افغان ځواکونو په یو ستر امنیتي مرکز وسله وال برید وکړ او دغه مرکز یې ونيوۀ.

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړي خیر محمد نورزایي ویلي، چې په یاده پېښه کښې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

نوموړي دغه رنګ زیاته کړې، چې طالب ځواکونو زخمي کسان د اسیرانو په توګه له ځان سره اړوند سیمې ته وړي دي. 

د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي: وسلوالو مخالفانو د دغه پوځي مرکز ټول مهمات او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.

وسلوالو طالبانو ویلي، چې درې ټينکونه يې سوځولي او درې نور یې له ځان سره وړي دي.

امنیتي سرچینو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کښې دي، چې طالب ډلې تېر ماښام د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې  د ښاروالۍ یو کارکوونکی له موټره کښته کړ او ډزې یې پرې وکړې.

 

Jul 12, 2018 18:50 Asia/Kabul
کمنټونه