• بروکسل کښې اشرف غني ته عزت او پروټوکول ورنکړے شو

د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر ته د بروکسل په غونډه کې د نړیوالو ډیپلومېټکو اصولو برعکس هیچا تشریفاتي عزت نه دے ورکړے.

افغان ايرکا خبري اژانس د بلجيم مېشته خبريال عبدا... خنجاني له قوله رپوټ ورکړ،

تېره ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو هیوادونو مشرانو غونډه پیل شوه، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې د افغانستان مسئله هم په اجنډا کې شامله وه.

د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په غونډه کې د ګډون په موخه تېره ورځ بروکسل ته ورسېد، خو هوايي ډګر ته يې هیڅوک د درناوي او هرکلي لپاره نه و ورغلي اوپه هوايي ډګر کې بې څوکه او بې موټره و چې بيا وروسته د افغان سفارت لخوا يې استقبال وشو او د خپل سفارت په موټر کې د استوګنې او کنفرانس ځاے ته بوتلې شو.

خنجاني وويل د دې کار په وجوهاتو کښې دوه احتمالات ویني، یا دا چې نور میلمانه دومره زیات وو چې اشرف غني ته څوک وزګار شوي نه دي، او یا خو افغان حکومت په نړیوالو ناستو کې خپل اهمیت بایللی دے چې د خنجاني په قول همدا دوهم احتمال حقیقت ته نږدې ښکاري.

د هغه د وېنا له مخې په نړیوالو ډیپلوماتیکو آدابو کې د یو هیواد قانوني مشر د رسمي سفر پر مهال په ځانګړو تشریفاتو استقبالیږي او د پروتوکول کچه یې د کوربه هیواد لپاره د اهمیت د کچې ښکارندويي کوي.

 

Jul 12, 2018 19:09 Asia/Kabul
کمنټونه