• جنرل دوستم د راتلونکي ګل په ورځ افغانستان ته ستنيږي

افغان دولت کې معتبرو سرچينو ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ د ګل يا دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني وړومبنی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له ترکیې نه افغانستان ته ستون شي.

د افغان ايرکا د رپوټ له مخې افغانستان ته د جنرل دوستم د ستنېدو فېصله د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په ترکيه کښې له څو پرله پسې کتنو وروسته شوې. ددغې سرچینې په وینا، د دوستم د ستنېدو وروستۍ فېصله د دواړو خوا ترمنځ لاسلیک شوې ده، خو تر اوسه يې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوستم پلويانو د تيرې يوې اونۍ راهيسې د هيواد په شمال کې لاريونونه پيل کړي ، درې مهم سوداګريز بندرونه او د ټاکنو کميسيون څلور ولايتي دفترونه يې تړلې دي.

دوی چې په بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان کې لاریونونه کول، نن يې د اعتراضونو لړۍ تر هراته ورسېده او د ولایت مقام مخې ته يې د دوستم په پلوۍ شعارونه ورکول.

لاريون کوونکي له ترکيې افغانستان ته د دوستم راتک او د قيصاري خوشي کول غواړي.

 

ټیګونه

Jul 12, 2018 19:25 Asia/Kabul
کمنټونه