• د افغانستان لپاره د ټرمپ د جنګی سټراټیجۍ جاج

خو د هغه د دغې ستراتیجۍ په نتیجه کی د افغان ملکیانو تلفات زیات شول او د دې په اپوټه طالبان له پخوا هم پیاوړی شوی دی

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم امریکا د افغانستان لپاره د ټرمپ د سټراټیجۍ او په دغه هیواد کی د خپل پوځی شتون نتیجه جاجوی .

د امریکا د پوځ د مرکزې قومندانۍ مشر جوزف ووټل وایی  ددې ارزوني په نتیجه کې امریکا په خپلې  پوځي ستراتیجۍ کې کوم لوی بدلون رانه ولي.

د رویټرز خبری اژانس لس ورځې وړاندی راپور ورکړ چی امریکا په افغانستان کی د خپلې  هغې ستراتیجۍ  د جاج لپاره چی امریکا ولسمشر ټرمپ یو کال مخکې اعلان کړی ده ، ځان چمتو کوی . د امریکا ولسمشر ټرمپ  په افغانستان کې د امریکا په  تر ټولو اوږدې جګړې کې له پاتی کیدو سره مخالف وو ، خو سلاکارانو یې هغه وهڅاوه چې په دې برخه کې پاته شي.

جنرال جوزف ووټل د زیارت په ورځ یوې خبري غونډي ته دا ارزوني یوه معمولي ارزوني بللې او تمه یې ښودلې چې دا ارزونه به یو څه پرمختګ ولري.

د امرییکا ولسمشر ټرمپ په تیر اګست کې  د دغې ستراتیجۍ په اعلانولو سره ژمنه وکړه چی په افغانستان کې  به تر نامعلومه وخته د امریکایې پوځي سلاکاران ، روزونکی او ځانګړی ځواکونه پاتې شی .هغه همداراز له افغان عسکرو د هوایی ملاتړ د زیاتولو خبره هم کړی وه .

امریکا  اعلان کړی وو د دغې ستراتیجۍ  هدف پر وسلوالو طالبانو فشار دې  چې د مشکلاتو د سوله ایز اواری  لپاره د  کابل له حکومت سره خبرې وکړی .

د تهران پښتو راډیو په دې باره کی د افغانستان د پارلیمان د فعال غړی مولانا عبد الرحمان رحمانی نظر وپوښته چی هغه په ځواب کی وویل د ټرمپ ستراتیجۍ چی تیر کال یې د افغانستان لپاره اعلان کړه  له هماغه لومړیو جوته وه چی یوه بشپړه جنګی ستراتیجۍ ده  او داسی یې ښودله چی د جنګ د سختولو او هوایی حملو له لاری به طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو ته غاړه کیښودلو ته مجبوره کړی  خو د هغه د دغې ستراتیجۍ په نتیجه کی د افغان ملکیانو تلفات زیات شول او د دې په اپوټه طالبان له پخوا هم پیاوړی شوی دی . رحمانی زیاته کړه که د امریکا هدف د افغانستان د جنګ ختمول وای  نو د زیاتو عسکرو د ورلیږلو او بی دفاع خلکو پرضد د هوایی حملو زیاتولو ته اړتیا نه وه چی د زیارت ورځې په سهار هم د  امریکاییب عسکرو په ړندو بمباریو کی د کندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کی د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰ ملکیان ووژل  شول ، بلکې یوازې کافی وه چی له پاکستانه په جدی توګه وغواړی  چی طالبان خبرو اترو ته چمتو کړی ، ځکه چی د ښاغلی رحمانی په وینا د ملا هیبت ا.. او سراج الدین حقانی په شمول د طالبانو مهم مشران په پاکستان کی د دغه هیواد د پوځ تر څارنې لاندې ژوند کوی . هغه همداراز په عربستان کی د ځینو هیوادونو د دینی عالمانو په شتون سره وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل دغه غونډه هم د امریکا په دباو په طالبانو د فشار او د داعش پیاوړتیا په ستراتیجي سره ترسره شوه او هدف یې په افغانستان کی د جنګ ختمول ندی ،که عربستان په افغانستان کی د سولې د تامینولو غوښتونکې وای ، نو د رحمانی په وینا له دې ډیر مخکې لاس په کار کیدلې شو .

د افغانستان د پارلیمان یوه بل استازی ښاغلی نادر خان کټوازی هم مونږ ته د ټیلی فون له لارې د مولانا رحمانی د څرګندولو د تاییدولو په ترڅ کی وویل که امریکا غوښتلې چی د افغانستان جنګ ختم شی  نو د پاکستان له لارې یې دا کار کولې شو  خو دا کار نه کوی ځکه چی امریکا د خپلو ګټو اوهدفونو لپاره په افغانستان لښکر کشی کړی ده .

 

 

ټیګونه

Jul 20, 2018 13:31 Asia/Kabul
کمنټونه