• پاکستان په جلال اباد کې پر افغانانو ویزې بندې کړې

په کابل کې دپاکستان دسفارت چارواکو ددغه اقدام لامل دکونسلګرۍ په چارو کې د ننګرهار د والې حیات ا... حیات لاسوهنه په ګوته کړې او وئیلی ئې دی .

زمونږ خبریال  له ننګرهاره راپورراکړ په کابل کې دپاکستان سفارت مسئولان وایې په جلال اباد کې ئې د خپلې کونسلګرۍ له لارې اړمنو ته د ویزو ورکول  درولی دی .

د دغه  سفارت چارواکو ددغه اقدام لامل دکونسلګرۍ په چارو کې د ننګرهار د والې حیات ا... حیات لاسوهنه په ګوته کړې او وئیلی ئې دی ، تر هغې چې ددغې  لاسوهنې  د نه تکرار او دکونسلکرۍ دامتیت دخوندیتوب ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورنکړل شې، دوې به د ویزو ویش بیا پیل نکړې .

خو دننګرهار ولایتې اداره ، د پاکستان د سفارت دا ادعا بی بنسټت بولې او د کونسلګرۍ کارکوونکې په فساد ککړ ګڼی

دننګرهار د والې ویاند عطاا..... خو ګیاڼی نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی، دکوتسلګرۍ. چارواکو څو ځلې ژمنه  کړې چې د ویزو په ویش د ګڼې ګوڼې د مخنیوې لپاره به دا چاره خصوصې سیکټر ته  وسپارې، خو دده په وینا، د خلکو او ننګرهار والې له  پرله پسې غوښتنو سره سره ،  یې دا ژمنه عملې کړې نه د ه .  د والې ویاند وایې د کونسلګرۍ کار کوونکې ګڼه ګوڼه د فساد او پیسو د  تر لاسه کولو لپاره جوړوې او په دې ‌‌‌‌‌‌ډ ول د ورځې په لکونو  روپۍ له دې لارې تر لاسه کوې .

خو په کابل کې د پاکستان دسفارت ځینو مسئولانو دغه  تورونه  په بشپړ ډولرد کړی دی .

 

Sep 01, 2018 11:13 Asia/Kabul
کمنټونه