• د امریکا او د افغانستان امنیتي تړون سبب شوی افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره ښکیل شي .
    د امریکا او د افغانستان امنیتي تړون سبب شوی افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره ښکیل شي .

اوا خبری اژانس وایی د افغانستان د پارلمان استازیو د کابل او دواشنګټن د امنیتی تړون په لغوه کیدا ټینګار وکړ .

د افغانستان په ملی پارلمان کښې د کابل دخلکو استازی محی الدین مهدی  پرون په ښکاره غونډې کښې وویل د کابل او د واشنګټن دامنیتی تړون له لاسلیک کیدا راهسې په هیواد کښې ناامنۍ ، جنګ او د ملکی خلکو وژله زیاته شوی ده .

هغه وویل د امریکا او د افغانستان امنیتی تړون سبب شوی افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره ښکیل شی او دهغوې ترمینځ تفرقه رامینځته شی .

دافغانستان دملی پارلمان یوه(۱) بل غړی الله ګل مجاهد هم ټینګار وکړ د جنګ ، د  ملکی دخلکو دوژلې دختمیدا او د امنیت دتامینیدا یوازنۍ لاره دامریکا په مشرۍ له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل او د کابل او د واشنګټن دامنیتی تړون لغوه کیدل دی .

دافغانستان په ملی پارلمان کښې د بدخشان ولایت استازی عبدالودود پیمان هم وویل د امریکا او دافغانستان امنیتی تړون نه یوازې په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدا او دامنیت په تامینیدا کښې هیڅ مرسته نه ده کړی بلکې ورځ تر بلې په هیواد کښې ناامنۍ  زیاته شوی  او جنګ اوږد شوی دی .

دافغانستان د مشرانو جرګې مشر عبدالرئوف ابراهیمی هم وویل له امریکا سره په امنیتی تړون کښې بیا کتنه  یا دهغه  لغوه کول د دغه جرګې په صلاحیت کښې راځی او زر به په دې هکله فیصله وشی .

 

Sep 11, 2018 04:20 Asia/Kabul
کمنټونه