• د جنګ ، دناامنۍ او دطالبانو دحملو له زیاتیدا وروسته دافغانستان د پارلمان استازیو د امنیتي د استیضاح غوښتنه کړي ده .
    د جنګ ، دناامنۍ او دطالبانو دحملو له زیاتیدا وروسته دافغانستان د پارلمان استازیو د امنیتي د استیضاح غوښتنه کړي ده .

زمونږخبریال وایی دافغانستان د سرپل د ولایتی شورا مشر محمد نور رحمانی وویل دیرش(۳۰) حکومتی عسکر پرون په سرپل ښار د طالبانو په حملې کښې ووژل شول .

د سرپل د پولیسو قومندان هم وویل د سرپل ښار په خوا کښې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په هوایی برید کښې شل(۲۰) طالبان وژل شوی او شل(۲۰) نور ژوبل شوی دی .

د افغانستان دسمنګان والی عزیزی هم وویل ددغه ولایت په «دره صوف پایین» ولسوالۍ کښې دطالبانو په حملې کښې څوارلس(۱۴) حکومتی عسکر وژل شوی دی .

د جنګ ، دناامنۍ او دطالبانو دحملو له زیاتیدا وروسته دافغانستان د پارلمان استازیو د امنیتی چارواکو  د استیضاح غوښتنه کړی ده .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 05:20 Asia/Kabul
کمنټونه