• په ننګرهار کښې پر لاریون کونکو ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کښې پر لاریون کونکو ملکي وګړو ځانمرګی برید شوی دی.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کښې هغې خیمې ته څيرمه ځانمرګی برید شوی چې ځایي خلکو دتورخم جلال اباد پر لویه لار د سړي تښتونې پيښو دمخنیوې دغوښننې لپاره یې کړې. دننګرهار د والی ویاندوایی مرګ ژوبله شته خو جزئیات یې رانه کړل.

پژواک خبري آژانس هم لیکلي چې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل: دغه بريد نن غرمه شاوخوا يوه بجه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د مومنددرې ولسوالۍ د ډکې په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د شينوارو خلکو په ياده سيمه کې نن سهار لاريون کړى و او په ډکې سيمه کې يې خېمه درولې وه.

نوموړى وايي چې په دې پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 14:36 Asia/Kabul
کمنټونه