• د ایران مرستیال خارجه وزیر په افغانستان کښې د امنیت او ټکاؤ په ساتنې ټینګار وکړ

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال په افغانستان کښې د ثبات او امنیت په ساتل کیدو تاکید کړی دی.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي نن د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره په ملاقات کښې زیاته کړه: د افغانستان په وړاندې د ایران سیاست د دغه هیواد د ملي حاکمیت د احترام او ورسره د ملګرتیا په بنیاد ولاړ دی او تهران د ملي وحدت د ساتنې او د ثبات، صلحې او امنیت د تامینولو لپاره د افغانستان د حکومت د نوښت ملاتړ کوي.

عراقچي د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لړ کښې د ایران او افغانستان ترمینځ د جامع ملګرتیاؤ د سند د لاسلیکیدو په یادونې سره دا کار د اړیکو د پراختیا په لړ کښې مهم وباله او   ویې ویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو ملګرتیا د جامع سند د ترلاسه کولو لپاره له پنځګونو کمیټو څخه د دریو کمیټو کار بشپړ شوی او د پاتې دوو کمیټو کار هم تر ۹۰ فیصده پرمختګ کړی دی.

د ایران مرستیال خارجه وزیر همداشان د بانکي ملګرتیاؤ په دوام او د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل: نن سبا د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي راکړو ورکړو اندازه درې میلیارډ ډالره ده.

هغه د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو په هکله د ایران اندیښنې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ایران د افغانستان امنیت خپل امنیت ګڼي او له داعش سره په مبارزه کښې د لازیاتو ملګرتیاؤ غوښتونکی دی.

په دغه کتنه کښې د افغانستان اجرايي رییس عبدا... عبدا... هم د افغانستان له خلکو او حکومت سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو په قدرونې سره وویل: د جامع ملګرتیاؤ د سند په لړ کښې کار په ښه نیت او هوډ سره روان دی.

هغه زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت د دواړو هیوادونو ترمینځ د جامع ملګرتیاؤ د سند بشپړیدو او لاسلیکیدو ته لیواله دی.

 

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 15:53 Asia/Kabul
کمنټونه