• د واشنګټڼ کابل په امنیتي ټړون له سره غور کیږي

دافغانستان د پارلیمان مشر  په دغه هیواد کې د ناامنۍ له زیاتیدو او د یو شمیر استازو له غوښتنې وروسته  د کابل واشنګټن د امنیتي تړون له بیا کتنې موافقه وکړه.

 

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې عبدالرووف ابراهیمي  پرون له واشنګټڼ سره د کابل په امنیتي تړون د نیوکو په غبرګون کې  په دې بیان سره چې د استازي په دغه تړون کې بیا کتنه غواړي زیاته کړه: هغوی  دافغانستان د پارلیمان اداري پلاوي ته یوه غوښتنه ورکړې چې  په دې موضوع له نوبته بهر او فوري  غور وشي.    

 د افغانستان د پارلیمان استازي محی الدین مهدي چې دکابل واشنګټن په موافقې کې د بیا کتنې غوښتونکی دی  په دې اړه وویل: ددغه تړون له مخې ټاکل شوې وه نظم او امنیت په افغانستان کې زیات شي خو تر اوسه نه یوازې په افغانستان کې امنیت نه دی ټینګ شوی بلکې هره ورځ د ملکي کسانو او حتی د  افغان امنیتي ځواکونو د وژلې کتونکي یوو.محی الدین جوته کړه  د کابل واشنګټن امنیتي تړون نه یوازې  د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا سبب نه شو بلکې  د سیمې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د دښمنۍ سبب هم شو.  

 د افغانستان ډیرو استازو  په افغانستان کې په خپلو امنیتي ژمنو د امریکا د نه پابندۍ په وجه  په دغه هیواد کې له امریکا سره د شوې امنیتي تړون د ختمیدو غوښتنه کوي.

 

Sep 12, 2018 05:22 Asia/Kabul
کمنټونه