• د ننګرهار دچاودنې د مړو شمیر۶۸ او ژوبله ۱۵۶ ته ورسیدله

  د افغانستان د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د شينوارو لاريون کوونکو په منځ کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې تر اوسه روغتونونو ته ۶۸ وژل شوي او ۱۵۶ ټپيان انتقال شوي دي.

 

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي خبري اژانسونو ته وويل، چې ځانمرګی بريد پرون  غرمه شاوخوا يوه بجه د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ډکې په سيمه کې د جلال اباد – تورخم لويې لارې پر سر شوی دی.

هغه وايي، د دې پېښې د وژل شويو کسانو جسدونه او ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون، فاطمة الزهرا روغتون او د غني خېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کامه وال وویل، چې د پېښې له ځايه تر اوسه روغتونونو ته ۶۸ جسدونه او ۱۵۶ ټپيان لېږدول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواری وايي چې په ياد ځانمرګي بريد کې شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.

نوموړی په دغه برخه کې ولايتي اداره او امنيه قومانداني په بې غورۍ تورنوي او وايي، د مظاهره کوونکو امنيت ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د پېښې يوه عيني شاهد چقندر شينواري د جلال اباد حوزوي روغتون کې پژواک ته وويل، نږدې يوه بجه مظاهره خلاصه شوه او د اعتراض خېمه ووهل شوه، چې ګڼ شمېر کسان ترې لاندې راټول شول.

دی وايي، په همدغه وخت کې يو تور ټوډي موټر په سړک ودرېد، ځانمرګی ترې راکښته شو او د خلکو منځ کې يې ځانته چاودنه ورکړه.

د دغه بريد مسوليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دى منلى .

د ملا رسول ډلې طالبانو بيا دغه بريد غندلى او مخالفت يې ورسره څرګند کړى دى.

 افغان ولسمشر غني هم دغه بريد غندلى دى.

هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه  کړې چې ژر تر ژره د ټپیانو درملنې او د قربانیانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.

 

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 05:24 Asia/Kabul
کمنټونه