• له امریکایانو سره به د طالبانو خبرې دوام ولري

افغان طالبان له امریکایانو سره د نورو خبرو لپاره د یوه نوي پلاوي استولو ته تیاري نیسي.

 

له پېښور څخه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره دوو طالب سرچینو وکړه.

اژانس وايي چې پرون /سې شنبه/ دوو مسوولو کسانو، چې په پروسه کې ښکېل دي ورته دا هم وویل چې دا ځل به طالبان له امریکایانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړي.

سرچینو، چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي، وویل چې د طالبانو مشران غونډه کوي چې درې کسیز یا څلور کسیز پلاوی او د خبرو موضوع وټاکي.

د دوی په وینا طالبان غواړي د بندیانو پر تبادلې او که امریکا په خبرو کې د بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې جدیت وښود د بل پړاو خبرو د ژر پیلېدو په اړه وږغېږي.

یوې سرچینې وویل«دا غونډه به د راتلونکو خبرو په اړه پرېکړه وکړي او وبه ګوري چې ایا امریکا په خبرو کې جدي او صادقه ده.»

تر دې وړاندې د سږ کال په جولای کې طالبانو د قطر په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا له مرستیال وزیرې الیس ویلز سره کتلي و.

 

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 05:32 Asia/Kabul
کمنټونه