• د امریکایی مقامونو د زور وینو په وړاندی، د افغانستان د بشری حقوقو د کمیسیون عکس العمل

د افغانستان د بشری حقوقو کمیسیون، په افغانستان کی د جنګی جنایتونو د څیړلو د بندولو په باره کی؛ جزایی نړیوالی محکمې ته د امریکایی مقامونو د زور وینو په هکله، عکس العمل وښود.

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، امریکای مقامونو، په اثفغانستان کی د امریکایی پوځیانو د جنګی جنایتونو د څیړلو لپاره، په لاهه کی  د جزایی نړیوالی محکمی د هلو ځلو په عکس العمل کی، د یادې محکمی د تحقیقاتو د بندیدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشری حقوقو د کمیسیون مشرې؛ خبردارئ ورکړ: که په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو جنګی جنایتونه، ونه څیړل شی، پدی هیواد کی به جګړه لا سخته شی، او ناوړه پایلی به په ځان پسی ولری.

« سیما سمر »؛ په افغانستان کی د جزایی نړیوالی محکمی له خوا، د امریکایی پوځیانو د جنګی جنایتونو د څیړلو په ضرورت ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده نړیواله جزایی محکمه؛ په نږدی راتلونکی کی په افغانستان کی د امریکی د جنګی جنایتونو او د افغانستان د خلګو د وژلې په باره کی، تحقیقات پیل کړی.

د امریکی ؤلس مشر«ټرمپ» ګواښ کړئ، په هغه صورت کی چی جزایی نړیواله محکمه، په افغانستان کی د امریکی د جنګی جنایتونو په هکله تحقیقات پیل کړی، د یاد نړیوال ارګان په ضد به، لا سخت دریځ غوړه کړی.  

Sep 12, 2018 12:14 Asia/Kabul
کمنټونه