• له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو د احتمالی مذاکرو په وړاندی د افغانستان د سولی شورا غبرګون

د افغانستان د سولې لوړې شورا، له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره، د سیاسی ګوندونو د چمتو والی د اعلان په هکله عکس المعل وښود.

د تسنیم خبری آژانس نن چهار شنبه راپور ورکړ: د افغانستان د سولې لوړې شورا په یوه خبر پاڼه کی اعلان وکړ: له طالبانو ډلې سره د سولې هر ډول مذاکره باید، له یادې شورا او د کابل دولت سره په غږملتیا کی سرته ورسیږی.

د یادې شورا په بیانیه کی راغلی دی: په ملی او نړیواله کچه، د سولې په پروسه کی زیاتی هلې ځلې سرته رسیدلی دی، ځکه نو سیاسی ګوندونه باید، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په هکله، خپل وړاندیزونه له دغې شورا سره شریک کړی.

پدی وروستیو کی، د افغانستان د حراست او ثبات د شورا مشر «عبدالرب رسول سیاف»، اعلان وکړ؛ سیاسی ګوندونه له طالبانو سره د سولی مذاکرو په منظور هڅه کوی.  

Sep 12, 2018 12:42 Asia/Kabul
کمنټونه