• د افغانستان د کجکی بند د اوبو ارتفاع ټیټه شوې ده  

 د افغانستان د هلمند ولایت د کجکی په بند کې چې د اوبو اصلی ارتفاع‌ یې ۷۰ متره وه، اوس ‌مهال ۴۶ متره ته راښکته شوې ده.

 د بریښنا د فابریکې مسؤلین وایی، که اوبه ۴۰ متره ته راښکته شی، بریښنا بندېږی او د لګولو له ‎پاره هم اوبه نه‌پاتې کېږی.

 د سیمه ایزو راپورونو له مخی؛ که وچکالی دغه ډول دوام وکړی د کجکی د اوبو له لارې به د هلمند کرنه او بریښنا دواړه په ټپه ودرېږی.

 د دغه راپور په اساس؛ که بریښنا شرکت او د اوبو لګولو مسؤلین په همغږۍ، یوه توربین ته اوبه ورکړی، هم به نوبتی بریښنا وی او هم تر یوه حده زراعت او کرنه.  

Sep 12, 2018 13:01 Asia/Kabul
کمنټونه