• د افغانستان د«سرپل» ولایت د سقوط په درشل کی دی

د افغانستان په سرپل ولایت د طالبانو په پراخه حمله کی، د یاد ولایت مرکز د سقوط او نیول کیدو په حال کی دئ.

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د سرپل د ولایتی شورا غړی اعلان وکړ: د افغانستان په سرپل ولایت د طالبانو په وروستۍ ډله ایزه حمله کی، ۸ پوستی نیولی شوی، او دغه ډله د یاد ولایت مرکز ته د پرمختګ په حال کی ده.

د« اسدالله خرم » له قوله، د سرپل ولایت مرکز د طالبانو له خوا کلابند شوئ، او د دغې ډلې غړی د هغه په دری کیلو مټرۍ کی له امنیتی ځواکونو سره ښکیل شوی دی.

د سرپل د والی ویاند«ذبیح الله امانی» هم وویل: که مرستندوی ځواکونه، سرپل ته ونه لیږل شی، دغه ولایت به د طالبانو له خوا ونیول شی.

ده؛ زیاته کړه: نښتی دوام لری؛ او په لس ګونه امنیتی ځواکونه وژل شوی او ټپیان دی.      

Sep 12, 2018 13:55 Asia/Kabul
کمنټونه