• له ترهه ګرو سره په مبارزې کې له افغان حکومته په هراړخیزملاتړ دایران ټینګار (ریډیو ئی تحلیل)

ایران دافغانستان امنیت خپل امنیت ګڼی او له ترهه ګرۍ اوداعش سره په مبارزې کې دلازیاتو ملګرتیاؤ او غږملتیاؤ غوښتنه کوی .

داسلامی ایران  مرستیال خارجه وز یر سیدعباس عراقچی پرون  په کابل کې د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا له مشر  عبدا..عبدا.... سره  په کتنې کې  له ترهه ګرو سره  په مبارزې کې  د افغانستان له حکومته  دایران  هراړخیز ملاتړ ته په اشارې سره  ووئیل ، هره هغه اقدام چې  په دې باب د  افغانستان د حکومت اوملت غوښتنه وی ،  ایران ورسره  ملګرتیا کوی .

 دایران مرستیال خارجه وزیر همدراز  دافغانستان  دمرستیال خارجه وزیر  حکمت خلیل کرزی  او دهندوستان   دخارجه وزیرې  له مرستیال وی جې  ګوخل سره  په درې اړخیزې  غونډې کې  د  دوواړخیزو   اړیکو او سیمه ایزو  شخړو په باب   هم د نظر تبادله وکړه .

  ایران  دافغانستان  امنیت خپل امنیت ګڼی  او  له ترهه ګرۍ اوداعش سره  په مبارزې کې  دلازیاتو ملګرتیاؤ او غږملتیاؤ غوښتنه کوی .

  په ا قتصادی زمینې کې هم  دایران او افغانستان  ترمینځ د جامعو ملګرتیاؤ  دسند لاسلیک کیدا   د دواړو هیوادونو  دمناسباتو   دپراختیا لپاره یو ګام حسابیږی . 

 اوس  د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو ملګرتیاؤ د جامع سند دترلاسه کولو لپاره  له پنځو واړو کمیټیو  څخه د درو کمیټیو کار  نهائی شوی  او د نورو دووکمیټیو  کار  تر نوی فی صدو پورې پرمختګ کړی دی .

 د دغه بهیر په دوام کې ،  دکابل په غونډې کې  د درو واړو هیوادونو پلاؤ ددې خبرې په پاب چې  څرنګه    دټرانسپورټ ،چابهار بندر ،  له کانونو څخه  داستفادې ،  پانګونې ، دبانکی ملګرتیاؤ، تجارت ،  او  دغه راز د ګډو اقتصادی ملګرتیاؤ  دټولګې په  برخو کې  کار کولی شی ، خبرې اترې وکړې.

 دایران ،افغانستان او هندوستان  د درې اړخیزې غونډې ترسره کیدا او  د  دواړو هیوادونو ترمینځ  دجامع  سند په باب خبرې اترې  ددې ټکی ښودنه کوی ،  چې ایران ، افغانستان او هندوستان دملګرتیاؤ  یوې نوی مرحلې ته  وارد شوی دی .

 په چابهار کې   د ایران ،هندوستان او افغانستان  ملګرتیا اوس  د  څو اړخیزوملګرتیاؤ له لارې  د سیمې  دګټو دتامینیدا په  بیلګې  او  د ملګرتیا په سمبول  بدله  شوې ده . دچابهار بندر د ستر سمندر  د کشتیو د دریدا  په وړتیاؤ سره،   د آزاد سمندر ته  دافغانستان پشمول  د مینځنۍ آسیا په وچې کې  د محصورو هیوادونو دلاس رسی تر ټولو نزدې لاره ده . اوس  دافغانستان ،هندوستان او ایران  د درې اړخیزې  غونډې د ګډتړون  داجرا په چوکاټ کې  دغې ټرانزیټی لارې ته  د افغانستان دلاس رسی  لپاره زمینه برابره کړې  ده او دا ملګرتیاوې باید  لازیاتې پراخې شی .

 د ریلی ټرانسپورټ د صنعت  یوکارپیژاند محمدساطعی  د  شمال جنوب  کریډور  داهمیّت په باب  وائی ،  کسپین سمندرګی  ته د فارس خلیج دحوزې د هیوادونو دارتباط  او   یو ځای کونکی لارې په توګه   دایران د شمال جنوب نړیوال ټرانسپورت کریډور  اهمیّت  اله ښکاره کیږی ، چې  پوه شو، اوس   د شپاړس زره  یو سل نهه ویشت  کلومیټر په اوږدوالی سره  د ممبئ، سویز کانال  او ماسکو له لارې  مینځنۍ آسیا ته له هندوستانه  دتجارتی  کشتیو  دتګ راتګ  د وخت نیټه   څلویښت ورځنۍ ده ،  چې  د شمال جنوب  کریډور  په بشپړیدا سره   ددغې لارې لازم وخت   یوازې  څوارلس ورځې  کیږی .

 ایران   په ریلی  او ارتباطی سړکونو  په لارو کې   ډیر غوره موقعیّت لری .   همدغو واقعیتونو ته په پام سره ده چې  د افغانستان د ملی وحدت حکومت  داجرائی شورا مشر  عبدا...عبدا....   دافغانستان  له حکومت  او ملت سره  دایران د اسلامی  جمهوریت  د  مرستو په قدرونې سره  وئیلی دی ، دملی وحدت حکومت د دواړو هیوادونو ترمینځ  د جامعو  ملګرتیاؤ دسند له بشپړولو او لاسلیک کولو سره  دلچسپی لری .  دغه ملګرتیاوې  په سیمې کې  دامنیت په سیوری کې  پراختیا موندلی شی . پر  دې اساس ، دتهران   چورلټ او اصولی سیاست،   په افغانستان کې د  ثبات اوسولې د راوستو او له نشه ایزو توکو سره  دجدی مبارزې لپاره   دافغانستان  له ملی وحدت حکومته   ملاتړ دی .

په افغانستان کې  دنشه ایزو توکو تولید یوه داسې ستونزه ده چې  په یوې سیمه ایزې او نړیوالې بلا بدله شوې ده .

  دترهه ګرۍ  ، نشه ایزو موادو ،کډوالو  او  دګډو سرحدی سمندری حدودو  موضوع  هغه مسئلې دی ،  چې  ایران او افغانستان  ئې په متقابلې  ملګرتیا سره    حل کولی شی . هغه څه  چې  په اوسنیو شرائطو کې  اهمیّت لری، دا دی ، چې  دسیمې دامنیت دپیاوړتیا  او داړیکو دپیاوړتیا لپاره  له فرصتونو  استفاده وشی .  کابل ته دایران د مرستیال خارجحه  وزیر سفر  او دایران ،هنندوستان او  افغانستان  د درې اړخیزې ناستې ترسره کیدا  په همدې چوکاټ کې  ارزول کیدلی شی .  

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 14:03 Asia/Kabul
کمنټونه