• په پکتیکا ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک لاری موټر نیول شوی

د افغانستان ملی امنیت ریاست وایی؛ د دې ریاست ځانګړی قطعې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالی کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

د ملی امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلی، چې له یاد موټر څخه چاودېدونکې توکې کشف او ترلاسه شوی.

خبرپانه زیاتوی، چې چاودېدونکې په دغه موټر کې، د امونیم نایټریټ مواد په ۶۲ بوجې کې ځای پر ځای شوی و، او هغه وخت د ملی امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو، چې د پاکستان له وانا څخه د غزنی په لور روان و.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار اخلی؛ په داسې حال کې چې افغان چارواکی وایی په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړی وژل کیږی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی« یوناما » وایی؛ چې د ۲۰۱۸ کال د جنوری له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې، ۱۶۹۲ تنه ملکی وګړی وژل شوی، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې د ځای پر ځای شوی چاودیدونکو توکو کارول، د ملکی تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږی.

د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاری توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکی تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولی، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوی.

Sep 12, 2018 14:39 Asia/Kabul
کمنټونه