• د پکتیا په عملیاتو کې یو شمېر پاکستانیان هم وژل شوی

د افغانستان په جنوب ختېځ کې د افغان پوځ چارواکی وایی: د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترځ کې یو شمېر پاکستانی وسله وال هم وژل شوی دی.

 د راپورونو له مخې؛ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ او ګردېز اړوند چوڼۍ سیمه کې، د افغان ګډو ځواکونو لخوا د تندر(۲) په نوم عملیانو په جریان کې د پاکستانی جنګیالیو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوی، او تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شوی دی.

د تندر قول اردو درستیزوال«روح الله خلیل اوغلې» له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل؛ چې وسله والو ترهګرو ته دغه مرګ ژوبله په مخامخ جګړه، د افغان ځواکونو د تېرې شپې د کمین، توپچی او هوایی بریدونو په پایله کې اوښتې چې د اتو تنو ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو، چې نن سهار د ۲۰۳ تندر قول اردو قرارګاه ته راوړل شول.

نوموړی وویل: چې افغان ځواکونو د هر ډول داخلی او خارجی دښمن د له منځه وړلو وړتیا لری، چې ښه بېلګه یې د تېرې شپی

جګړه وه، چې مخالف لوری ته یې درانه تلفات واړول.

د پکتیا ولایت ماقم وایی، د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تېرو دوو میاشتو کې د هوایی بریدونو او افغان ځانګړو او ګډو ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه ترهګر وژل شوی او ټپیان شوی دی.

خبرپاڼه زیاتویو چې د عملیاتو په جریان کې له شلو زیات بېزونه او پوستې هم د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو او د زرمت- ګردېز د لویې لارې په مسیر کې ځای پر ځای شوې دی او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

Sep 12, 2018 16:04 Asia/Kabul
کمنټونه