• د افغانستان په بلخ ولایت کښې نهه افغان پولیس وژل شوي

د افغانستان د شمال په بلخ ولایت باندې د طالب ډلې د وسله والو په برید کښې لږترلږه ۹ افغان پولیسو ووژل شول.

د بلخ ولایت چارواکو نن وویل: د طالب ډلې وسله والو د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کښې د پولیسو په یوې پوسټې حمله وکړه او په دغه پوسټه کښې موجود ځواکونه یې ووژل.

په دغه برید کښې د عبدالکریم په نامه د افغان پولیسو یو قومندان، سره له اتو پولیسو وژل شوی دی.

 

ټیګونه

Sep 18, 2018 15:13 Asia/Kabul
کمنټونه