• طالبان په افغانستان کښې د امریکايي اډو په ختمیدو ټینګار لري

طالب ډلې یوځل بیا په افغانستان کښې د صلحې لپاره له امریکې سره مذاکرات، په دې هیواد کښې د امریکې د پوځي اډو په ختمیدو پورې شرطمن کړل.

د افغانستان طالب ډلې ویلي دي: که امریکا په رښتیا د صلحې په خبرواترو کښې زمونږ ګډون غواړي نو باید په افغانستان کښې خپلې پوځي اډې ختمې کړي او اسیران دې خوشې کړي.

طالبانو له دې مخکښې هم له امریکې سره د خبرواترو لپاره له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو شرط ایښی دی.

طالب ډلې همداشان د واشنګټن او کابل ترمینځ امنیتي تړون د امریکايي پوځیانو د جنایتونو لپاره یو مجوز ګڼلی دی.

طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کښې د افغانستان د ولسي جرګې د غړو لخوا د کابل-واشنګټن په امنیتي تړون کښې د بیاکتنې او غور وړاندیز په افغانستان کښې د امریکې د جنایتونو د دوام لپاره یوه دسیسه وبلله او له امریکې سره د دغه تړون د زر تر زره لغو کیدو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه

Sep 19, 2018 07:34 Asia/Kabul
کمنټونه