• افغان ځواک په عملیاتوکې عام خلک په وینوکې لیت پیت کړل

څه موده وړاندی د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې هم په ورته عملیاتو کې د یو اتیا کلن سړی په ګډون دولس عام افغانان وژل شوی و.

 زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړ  دافغانستان د د ملی امنیت دادارې ځانکړو عسکرو بیګا  ددغه  ولایت د شیرزادو ولسوالی په وډیسار سیمې کی شپې مهال په  عملیاتو  کې ښځو او ماشومانو پشمول  پنځلس عام کسان وژلی ،البته وئیل کیږی چې  دوه پکې طالبان  هم وژل شوی دی  

د ننګرهار   ولایتی شورا غړی اجمل عمر چی د شیرزادو ولسوالی استوګن دی هم وایی  په دغو عملیاتو کی عام خلک  وژل شویدی .

دننګرهار د والی  ویاند عطا ا... خوګیاڼی وایی دا عملیات د ولایتی اداری د پخوانی خبرتیا او همغږۍ پرته   شوی دی . نوموړی وویل د ننګرهار والی اړندو ادارو ته په دی اړه د هر اړخیزو څیړ نو امر کړی چی پایلی به یی وروسته له رسنیو سره شریکی شی  .    څه موده وړاندی د لغمان ولایت په بادپښ   ولسوالۍ کې هم په ورته عملیاتو کې  د یو اتیا کلن سړی په ګډون دولس عام  افغانان  وژل شوی و.

 

ټیګونه

Sep 19, 2018 13:09 Asia/Kabul
کمنټونه