• په هندوستان کې د افغانستان سفير له خپلې دندې استعفا ورکړه

په هند کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کړې چې ولسمشر غني هند ته په سفر تللى وو

د نوموړي استعفا ليک د هغه په تويټر پاڼه کې خپور شوى دى.

په دې ليک نوموړي افغان  ولسمشر ته ليکلي چې ده مخکې فیصله کړی وه چې په هېواد کې دننه په تېره بيا په اوسنيو کړکېچنو حالاتو کې د خلکو له غوښتنې سره د خلکو د خدمت جوګه شي، نو يې وغوښتل چې نور په بهر کې خپله دغه ډيپلوماتيکه دنده پاى ته رسوي.

ده زياته کړې، غواړي هېواد ته راشي او دلته د خلکو او هېواد په منځ کې د سولې، پرمختګ او ملي يووالي په لاره کې د خلکو په ملاتړ هلې ځلې پيل کړي.

خو ده ليکلي: "دا چې ستاسو رسمي سفر په مخکې و، ما وغوښتل چې د هېواد د ملي ګټو او د دوو دوستو هېوادونو د ځانګړو اړيکو له امله خپله استعفا ستاسو تر دغه سفر پورې وځنډوم، اوس چې دغه سفر په بري سره پاى ته ورسېد، تاسو ته له خپلې اوسنۍ ډيپلوماتيکې دندې خپله استعفا د هېواد خلکو ته د لا ښه، ګټور او ملي خدمت په موخه وړاندې کوم."

نوموړي له ولسمشر څخه غوښتي چې د ملي ګټو او ملي غوښتنو په خاطر يې استعفا ومني.

د یادونې ده چې شيدا له تېرو شپږو کلونو راهيسې ياده دنده ترسره کوله.

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 05:27 Asia/Kabul
کمنټونه