• په ننګرهار کښې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تیره شپه دننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ د پټلو په سیمه کښې د دې ولایت د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو عملیات تر سره کړي دي.

له جلال آباده زمونږ  خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د ملې امنیت ادارې د مطبوعاتي دفتر له لورې رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کښې د څلورو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوې دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

په معلوماتو کښې راغلي چې په وژل شويو طالب قوماندانانو کښې سنګرمل، شهاب، غنې او رحیم شامل دي خو په سیمه کښې عیني شاهدان وایې په دې عملیاتو کې یوویشت تنه وژل شوي چې ‌‌‌‌‌‌ډيری یې ملکي وګړي دي.

دوه ورځې وړاندې هم د خوکیاڼيو ولسوالۍ په و‌‌‌‌‌‌ډيسار سیمه کښې په شویو عملیاتو کښې د دوو تنو وسله والو طالبانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پنځلس ملکي وګړي وژل شوې وو.

 

 

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 12:28 Asia/Kabul
کمنټونه