• غزني کې د عاشورا پر ویر کوونکو ډزو کې یو کس ټپي شوی

ناپېژاندو وسله والو د غزني ښار د اميرخان کلا په سيمه کې د عاشورا پر عزادارانو ډزې کړې چې په ترڅ کې يې يو کس ټپي شوى دى.

پژواک خبري آژانس لیکلي، د غزني د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې وويل چې نن له غرمې وروسته يو شمېر ناپېژاندو وسله والو د غزني ښار د اميرخان کلا سيمې یوه جومات ته څېرمه د عاشورا پر عزادارانو ډزې کړې دي.

هغه وايي چې دغه ډزې له قلاتي سيمې پرې شوې چې په ترڅ کې یې يو کس ټپي شوى دى.

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد محمد شريف وويل: ((هزاره وروڼه په عزادارۍ بوخت وو چې ډزې پرې شوې خو پوليسو سيمه کلابنده کړه، يواځې يو کس په کې ټپي شوى دى.))

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 17:24 Asia/Kabul
کمنټونه