• امریکا او دهغې  ملګرو هیوادون په افغانستان کښې جنګ  پیل کړی دی او له دغه هیواد څخه ددوې دعسکرو په وتلو سره جنګ ختمیږي .
    امریکا او دهغې ملګرو هیوادون په افغانستان کښې جنګ پیل کړی دی او له دغه هیواد څخه ددوې دعسکرو په وتلو سره جنګ ختمیږي .

تسنیم خبری اژانس وایی په ګډو ګټو هیوادونو کښې د افغانستان دولسمشر د ځانګړی استازی مرستیال ابراهیم تمیل وویل د کابل حکومت د هیواد د اساسی قانون په چوکاټ کښې له طالبانو ډلې سره نیغ په نیغه خبرو ته چمتو دی .

هغه وویل دافغانستان چارواکی تیار دی د هیواد د اساسی قانون په چوکاټ کښې له هیڅ شرط پرته له  طالبانو  سره د سولې خبرې پیل کړی .

ابراهیم تمیل د ماسکو د غونډې په اړه هم هیله وکړه چې دغه غونډه د روان میلادی کال له ختمیدا مخکې وشی .

د افغانستان دغه چارواکی له طالبانو سره دخبرو په بهیر کښې د نورو هیوادونو د ګډون لپاره د کابل چمتووالی ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه بهیر باید دافغانستان دحکومت لخوا ترسره شی .

د سیمې دسیاسی مسائیلو ډیر کارپیژاندی باوری دی امریکا او دهغې  ملګرو هیوادونو په افغانستان کښې جنګ  پیل کړی دی او له دغه هیواد څخه ددوې دعسکرو په وتلو سره جګړه ختمیږی .

 

ټیګونه

Sep 22, 2018 05:56 Asia/Kabul
کمنټونه