• کابل کې د یوې خونړی چاودنې مخه ونیول شوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې په پلازمېنه«کابل» کې یې د یوې چاودنې مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی، چې  د امنیتی منسوبینو د هلو ځلو په ترځ کې د کابل د«ده سبز» ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د سړک په غاړې ځای پر ځای شوې خود سازه ماین کشف او ترلاسه شو.

خبرپاڼه زیاتوی، دغه بم په یو بیرل کې ځای پر ځای شوئ ؤ، او د عام وګړو د وژلو په موخه د سړک په غاړه ځای پر ځای او عیار شوی و، چې د چاودنې مخکې د امنیتی منسوبینو له خوا کشف او شنډ کړای شو.

د دولت ضد وسله والې ډلې، اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک  غاړې په ماینونو کې کار اخلی، په داسې حال کې چې افغان چارواکی وایی؛ په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړی وژل کیږی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا«یوناما» وایی چې د ۲۰۱۸ کال د جنوری له لومړۍ نېټې څخه، د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکی وګړی وژل شوی، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا، په بریدونو کې ځای پر ځای شوی چاودیدونکو توکو کارول، د ملکی تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږی.

 

Sep 23, 2018 12:37 Asia/Kabul
کمنټونه