• دامریکا نیواکګرو عسکرو او د افغانستان پوځیانو د یوې اونۍ په موده کښې په بیلابیلو ولایتونو کښې درې نوي(۹۳)هیواد وال وژلي .
    دامریکا نیواکګرو عسکرو او د افغانستان پوځیانو د یوې اونۍ په موده کښې په بیلابیلو ولایتونو کښې درې نوي(۹۳)هیواد وال وژلي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تهران راډیو ته په یوې(۱)بیانیې کښې وویل له تیرو دوو (۲)ورځو راهسې دامریکا او دافغانستان پوځیان د میدان ورک ولایت جغتو ولسوالۍ ته د چاپو د اچولو او د خلکو د وژلو په نیت ورغلی وو او ټول کلی یې تر وحشت لاندې راوستلی وو .

هغه وویل دامریکا او دافغانستان عسکرو د ډیرو کورونو دروازې ماتې کړی او د خلکو شتمنۍ او مالونه یې تباه کړل .

هغه وویل  تیره شپه له یاد کلی څخه د وتلو پرمهال امریکا د مسیح الله په نوم دیوه ښاریز په کور بمبارۍ وکړه چې د ښځو او دماشومانو په شمول دولس(۱۲) کسان پکښې ووژل شول .

دامریکا عسکرو دغه راز دکلی دوه(۲) سپین ږیری چې حاجی عبدالحلیم او معراج نومیدل او غوښتل یې چې د مړو کسانو مړی له خاورو راوباسی هم ووژل .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دغه وحشتونه په داسې حال کښې دی چې دامریکا نیواکګرو عسکرو او د افغانستان پوځیانو د یوې اونۍ په موده کښې په بیلابیلو ولایتونو کښې درې نوی(۹۳)هیواد وال وژلی او نولس (۱۹)یې ټپیان کړی هم دی .

 

ټیګونه

Sep 24, 2018 16:41 Asia/Kabul
کمنټونه