• د افغانستان د صلحې د عالي شورا پلاوي په ماسکو کښې له طالب استازو سره وکتل

د افغانستان د صلحې د عالي شورا پلاوي د ماسکو د غونډې ترڅنګ د طالب ډلې له استازو سره وکتل او په هیواد کښې د جنګ د ختمولو او صلحې ټینګولو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د صلحې د عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ د دغې شورا پلاوي پرون بې له وارمخکښي شرطه له طالبانو سره د صلحې د خبرواترو پیلولو لپاره د ولسمشر اشرف غني وړاندیز اعلان کړ.

د افغانستان د صلحې د عالي شورا ویاند احسان طاهري هم وویل چې دغه ارګان له طالب ډلې سره د صلحې د مذاکراتو خبره مطرح کړه او دغې ډلې ته یې وړاندیز وکړ چې د یادو خبرواترو ځاې او وخت وټاکي.

خو طالبانو په کراتو ویلي چې په افغانستان کښې د جنګ ختمیدل او د امنیت ټینګیدل له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو په شمول د نیواکګرو په وتلو پورې شرطمن دي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د افغانستان د شخړې د هواري هیڅ بدیل نشته او ضروري ده چې د دغه هیواد د صلحې په بهیر کښې لاس لرونکي ټول لوري د افغانستان د صلحې د بهیر د کامیابولو لپاره خپل کوشش وکړي.

د ویلو ده چې په ماسکو کښې د افغانستان د صلحې نړیواله غونډه پرون د روسیې په پلازمینې کښې پر روسیې سربیره د کابل د حکومت او طالب ډلې او همداشان د پاکستان، اسلامي ایران، هندوستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د استازو په شتون سره ترسره شوه.

 

ټیګونه

Nov 10, 2018 05:14 Asia/Kabul
کمنټونه