• د طالبانو په حمله کښې د دولسو افغان ځواکونو وژله

د افغانستان په دوو ولايتونو کښې په افغان امنيتي ځواکونو د طالب ځواکونو په وروستيو حملو کښې دولس افغان ځواکونه ووژل شول.

د اېسوشي اېټډ پرېس د رپوټ له مخې د وردګو ولايت د پوليسو د مشر وياند حکمت دراني پرون وويل، د دغه ولايت په سيد آباد سيمه کښې په افغان امنيتي ځواکونو د طالبان په حمله کښې نهه افغان ځواکونه ووژل شول او درې تنه نور ژوبل شول.

د افغانستان د تخار ولايت د والي وياند جواد هجري هم وويل په دغه ولايت کښې په افغان ځواکونو د طالب عناصرو په حمله کښې درې حکومتي ځواکونه ووژل شول او درې نورهم  ژوبل شول.

په دغو نښتو کښې پينځه طالب ځواکونه هم ووژل شول.

 

ټیګونه

Nov 15, 2018 12:08 Asia/Kabul
کمنټونه