• د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ محاصره ماته شوه

افغان سرچينو د افغانستان د فوځي او امنيتي ځواکونو په لاسو د دغه هېواد د ختيځ غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ د محاصرې د ماتېدو خبر ورکړ.

د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسي جرګې استازي عارف رحماني پرون وويل، مالستان ولسوالۍ ته د يو شمېر تازه دم ځواکونو، مرستو او سازوسامانونو په رسېدو سره د طالب ډلې لخوا د دغې ولسوالۍ څو ورځنۍ محاصره ماته شوه.

رحماني وويل: په مالستان کښې د طالب ډلې په سنګرونو د افغان فوځي په هوائي حملو کښې طالبانو ته درانه سرتاوانونه رسېدلي دي.

د غزني د والي وياند او غزني د پوليسو د قوماندان وياند له رسنيو سره مرکه کښې د طالب ډلې په سنګرونو د افغان ځواکونو په هوائي حملو کښې د ۶۰ طالب ځواکونو د وژلې خبر ورکړ.

همدارنګ د افغان ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي وويل، د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کښې د طالب ډلې اصلي سرغنه هم ووژل شو.

د غزني ولايت جاغوري او مالستان ولسوالۍ په تېره يوه هفته کښې د طالب ډلې د سختو حملو کتونکې وې.

د يو بل خبر له مخې د دائکنډي ولايت ځاي چارواکو په کجران ولسوالۍ د طالب ځواکونو د حملې او د شپږو افغان ځواکونو د وژلې خبر ورکړ.

 

خبردیگر اینکه ، مسؤولان محلی ولایت دایکندی از حمله گروه طالبان به شهرستان کجران و کشته شدن شش نفر از نیروهای امنیتی افغان خبر دادند .

له بلې خوا د فراه ولايت د پوليسو قوماندان محب ا... محب هم د پشت کوه ولسوالۍ د نيولو لپاره په دغه ولسوالۍ د طالب ډلې د حملې خبر ورکړ په ځوابي حمله کښې دغې ډلې سخت سرتاوانونه وزغمل او له هغوي څخه له دېرشو نه زيات کسان ووژل شول.

 

ټیګونه

Nov 15, 2018 13:31 Asia/Kabul
کمنټونه