• د خلیل زاد په  مشکوکو هلو ځلو د اشرف غني نیوکه

د افغانستان ولسمشرد دغه هیواد د سیاسي  ګوندونو له کسانو او طالبانو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا دځانګړي استازي زلمی خلیل زاد له کتنو سره مخالفت وکړ.

 

تسنیم خبري اژانس د کابل نیوز له قوله راپور ورکړ محمد اشرف غني له زلمي خلیل زاد سره په کتنه کې له هغه غوښتې چې په دغه هیواد کې  له سیاسي مشرانو سره له کتنې ډډه وکړي.

ده همدارازا له خلیل زاده وغوښتل چې د سولې د بهیر په هکله د سیاسي ډلو مشرانو ته د اطلاعاتو له ورکولو ډډه وکړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازي زلمی خلیل زاد په تیرو ورځو کې کې  د افغانستان د دولت د اپوزیشن ګوندونو له یو شمیر مشرانو سره کتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې  تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو او امریکایی مقاماتو د خبرو اترو دوهم پړاو د افغان دولت د استازي له شتونه پرته ترسره شو.

 د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد په دې اړه  له خلیل زاد سره د  جنګ دختمولو لپاره  د طالبانو د موافقې خبر رد کړ.  او وې ویل چې له خلیل زاد سره کتنه بې له کومې توافقنامې پای ته ورسیده.

 

ټیګونه

Nov 20, 2018 06:48 Asia/Kabul
کمنټونه