Dec 08, 2018 16:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې په فوځي اډه راکټي حمله

د پروان ولايت د پوليسو د قوماندانۍ وياند د دغه ولايت په بګرام کښې په ترټولو سترې امريکائي فوځي اډې باندې د راکټي حملې خبر ورکړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې عبدالسلام نوري وويل دغه راکټي حمله بېګا شوې ده خو هيڅ سرتاوانونه يې نه دي لرلي.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد  د دغې حملې د ذمه وارۍ په قبلولو سره وويل د دغې حملې له کبله په بګرام کښې د امريکې فوځي اډې ته زيات زيانونه رسېدلي دي.

د بګرام په امريکائي فوځي اډې باندې د طالب ډلې راکټي حملې په دې وروستيو مياشتو کښې په بې مخينې توګه زياتې شوې دي، خو امريکائي قوماندانان او افغان چارواکي د دغو حملو له کبله د سر او مال د تاوانونو د شمېرنو په اړه د نظر له څرګندونو ډډه کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه