Dec 09, 2018 06:47 Asia/Kabul
  • په هلمندکې دطالبانو دیوه مهم کمانډرپشمول اتلس طالبان وژل شوی

په همداروستیو کې دهلمندولایت پشمول په درست افغانستان کې دحکومتی او مخالفو وسلوالو لورو ترمینځ اخ و ډب په اوڅاره توګه زیات شوی او عام خلک ئې هم ترپوزې راوستی دی .

زمونږخبریال راپورارکړ   دافغانستان د هلمند  ولایت  امنیتی چارواکو وئیلی دی ، په دغه ولایت کې د افغانستان دهوائی ځواک په بمباریو کې د طالبانو دیو امنیتی  چارواکی او مهم کمانډر  په مرتضی مشهور  ملا طواف  سره دخپلو اتلسو ملګرو  وژل شوی دی .

 دهلمند ولایت   امنیتی چارواکی وائی په دغو عملیاتو کې دطالبانو یو شمیر ګاډی تجهیزات او وسلې هم تباه شوی دی .

 داپه داسې حال کې دی ، چې په همداروستیو کې دهلمندولایت پشمول   په درست افغانستان کې دحکومتی او مخالفو وسلوالو لورو ترمینځ اخ و ډب په اوڅاره توګه زیات شوی   او  عام خلک ئې هم ترپوزې راوستی دی . 

له دې سره په یووخت دطالبانو ډلې یوه ویندوی قاری یوسف احمدی    وئیلی دی   په ګرمسیر ولسوالۍ کې ئې  په یولړ  عملیاتو کې  څو حکومتی ټانکونه تباه کړی  او  حکومتی  ځواکونو ته ئې مرګ ژوبلې اړولی دی .

په یوه بل خبر کې وئیل شوی  چې په غزنی ولایت کې  حکومتی مامورانو  په  غزنی ښار کې د وسلو یو ستر ګودام کشف اوضبط کړی ، چې وئیل کیږی طالبانو د ورانکارو  عملیاتو لپاره  ورځینی  داستفادې نیّت درلود.  دغه راز  دافغانستان دجنوب  لویدیځ فراه ولایت کط هم  پرون  درې هغه طالبانو نیول شوی ، چې   یوشمیر پوځی تجهیزات ئې  هلمند ولایت ته منتقلول

 

ټیګونه

کمنټونه