Dec 09, 2018 14:14 Asia/Kabul
  • افغان حکومت ادعا کوی د پکتيکا لپاره د طالبانو والي ووژل شو

په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل هم د طالبانو د والي پيراغا وژل کېدل تاييد کړل. خو وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړې ده

 

د  افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى والي د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

ددغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي افغان رسندویو  ته وويل، چې افغان ګډو ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په مرسته د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ  په  ده خليفه سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو پر مهال چې د هوايي ځواک مرسته هم ورسره وه، د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى والي پيراغا وژل شوى دى.

په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل هم د طالبانو د والي پيراغا وژل کېدل تاييد کړل.

خو وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړې ده.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د هلمند ولايت لپاره د وسله والو طالبانو ټاکل شوى او پوځي قوماندان ملا عبدالمنان هم وژل شوى وو، ددې ترڅنګ د کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو لپاره د طالبان لوړ پوړي مسولين هم په دې وروستيو کې وژل شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه