Dec 09, 2018 15:37 Asia/Kabul
  • طالبانو د بندیانو خوشی کول د سولې د خبرو وار مخکې شرط وباله

طالبانو د خپلو بندیانو خوشی کول ، د بهرنیو عسکر و وتل او د امریکا او ملګرو ملتو له تورلیسټه د طالب مشرانو د نومونو لیری کول د خبرو اترو لپاره مهم شرطونه اعلان کړی دی

 

زمونږ خبریال راپور راکوی طالبانو ډلې د خپلو ځینو سرچینو له لارې افغان رسندویو ته ویلی دی چی د افغان دولت په جیلونو کې لس زره  طالب بندیان ساتل کیږی او د هغو خوشی کول په افغانستان کی د سولې د خبرو اترو د باور جوړونې د بهیر برخه ده .

ویل کیږی چی طالبان هم په خپلوزندانونو کې افغان دولت پورې اړونده  درې زره کسان ساتی .

طالبانو د خپلو بندیانو خوشی کول ، د بهرنیو عسکر و وتل او د امریکا او ملګرو ملتو له تورلیسټه د طالب مشرانو د نومونو لیری کول د خبرو اترو لپاره مهم شرطونه اعلان کړی دی .

تراوسه افغان دولت د طالب بندیانو د خوشی کولو د موضوع په اړه کوم غبرګون ندې ښودلې .

 

ټیګونه

کمنټونه