Dec 09, 2018 17:14 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې میلیارډونه ډالر خوړل شوی دی

افغان ولسمشر غني ویلي د دوه زره لومړي کال د سپتمبر له یوولسمې را وروسته په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې میلیاردونه دالره مرسته خوړل شوی او د ځينو کسانو جیبونو ته لویدلي دی . اوس نړۍ له مونږ ه د دغو پیسو حساب غواړي، چې غصب چا کړی او فساد چا وکړ.

افغان ولسمشراشرف  غني له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له شتون سره میلیاردونه ډالر حیف او میل شوي دي.

د افغانستان په ارګ کې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې غونډې په اړه جوړو شویو مراسمو کې پر حکومتي چارواکو سربېره د یو شمېر هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو.

افغان ولسمشر غني ویلي د دوه زره لومړي کال د سپتمبر له یوولسمې را وروسته په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې میلیاردونه دالره مرسته خوړل  شوی  او د ځينو کسانو جیبونو ته لویدلي دی .  اوس نړۍ له مونږ ه د دغو پیسو حساب غواړي، چې غصب چا کړی او فساد چا وکړ. 

 له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچې یاماماتو وايي، چې له افغانستان سره د اداري فساد په مبارزه کې ملګرتیا ته چمتو يو.

نوموړې زیاتوي؛ مونږ دلته؛ ځکه راټول شوي یو، چې له اداري فساد سره د مبارزې لارې چارې ولټوو. له فساد سره مبارزه جدي  هڅو، ژمنو او حوصلې ته اړتیا لري.

له فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې څخه په داسې حال کې یادونه کیږي، چې اداري فساد په لوړه کچه روان دی او زیاتره وګړي له لوږې سره مخ دي.

 

ټیګونه

کمنټونه