Dec 10, 2018 12:04 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د خلکو د وژلې ، د بې ثباتۍ ، ناامنۍ او دجنګ دپراختیا او دجنایتونو  دترسره کولو عامله  ده  .
    امریکا د افغانستان د خلکو د وژلې ، د بې ثباتۍ ، ناامنۍ او دجنګ دپراختیا او دجنایتونو دترسره کولو عامله ده .

اوا خبری اژانس وایی د افغانستان دپخوانی ولسمشر حامد کرزی سلاکار «محمد هاشم عصمت الهی» بیګا دایران په شمال ختیځ کښې په مشهد کښې د افغان کډوالو، علماو، شخصیتونو او متفکرانو په ګډون یوې غونډې کښې دافغانستان د نن ورځې شرایط په هیواد کښې دامریکا دلاسوهنو نتیجه وبلله او ویې ویل له طالبانو سره دامریکا سولې خبرې اترې یوازې ځان وژل (خودکشۍ)دی .

هغه امریکا د افغانستان د خلکو د وژلې ، د بې ثباتۍ ، ناامنۍ او دجنګ دپراختیا او دجنایتونو  دترسره کولو عامله وبلله .

محمد هاشم عصمت الهی ټینګار وکړ د امریکا سوله د افغانستان دخلکو لپاره ګټه نلری ځکه چې واشنګټن  د افغانستان د ثبات، امنیت او د سولې په اړه دروغ ویلی دی او د وخت په تیریدا سره دغه چاره ثابته شوی ده .

د افغانستان دپخوانی ولسمشر حامد کرزی سلاکار محمد هاشم عصمت الهی د هیواد دامنیت په تامینولو کښې د خلکو رول ډیر مهم وباله او ویې ویل افغانستان په ترټولو بدو شرایطو کښې دی او کړیزې وژلې او د نسل وژنې په نوم سره د شیعه مسلمانانو وژل ددښمانانو په ایجنډې کښې شامل دی .

 

ټیګونه

کمنټونه