Dec 16, 2018 14:42 Asia/Kabul
  • دافغانستان دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې لسو امنیتی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتی ده

نوموړي د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د تمزان کلي د کوتل یو کیلومتری ته چې د ولایت له مرکز سره ګډه پوله لري، را رسېدلي دي.

دافغانستان د دایکنډي امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۱۰ امنیتي عسکروته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ درې پوستې طالبانو نیولې دي.

د دایکنډي امنیه قوماندان غلام سخي غفاري پژواک خبري اژ انس ته وویل، په یاد برید کې چې نیمه شپه د پاتو ولسوالۍ په تمزان کلي کې پیل شوی ، لږ تر لږه دوه امنیتي عسکر وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

نوموړي د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د تمزان کلي د کوتل یو کیلومتری ته چې د ولایت له مرکز سره ګډه پوله لري، را رسېدلي دي.

د ده په خبره، که هوايي اقدام ونه شي، د یادې جګړې لمن به د ولایت تر مرکزه وغځېږي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د تمزان کلي درې امنیتي پوستې طالبانو نیولې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه

کمنټونه